Ads

Showing posts with label Pushto Poetry. Show all posts
Showing posts with label Pushto Poetry. Show all posts

Monday, August 27, 2018

زړونه مو وو، د زړونو درد مو په سينو کښې نۀ وۀ
تصوير زمونږ، تصوير زمونږ په آئينو کښې نۀ وۀ

کوئټه، کابل دے، قبائل دي، کۀ جانان پېښور
يو انغرے مې په څلورو استانو کښې نۀ وۀ

خدائې زده چې ولې ئې په هر جنګ کښې بېلات کړے دے
زۀ قسم خورم، چې مې شک په مېړنو کښې نۀ وۀ

بخت مې اورنګ شۀ خو خوشحال مې په وطن کښې نۀ وۀ
وخت فېرنګے شۀ، باچاخان په پښتنو کښې نۀ وۀ

د خپل تاريخ د پاڼې پاڼې نه دې ووېستمه
ډالره ستا هومره طاقت په افغانو کښې نۀ وۀ

چې نۀ ئې اور پورې کړو نۀ ئې لېونے کړې مينې
لکه چې درد سائله ستا په ترانو کښې نۀ وۀ
زما په دواړو اوږو ناستو فرښتو وليکئ
زما په سر کۀ څۀ ليکئ نو په پښتو وليکئ

د پاکې مينې ګناه ګارو چې منکر پرې نشئ
د رقيبانو الزامونه په تندو وليـــــــــــــکئ

په ښايستونو پسې ورکو لېونو ملګرو
زما په زړه کې د ګل مينه په اغـزو وليکئ

زما په لاسو کې په پښو کې ديوتاګانو د وخت
د زندګۍ نوم د اجل په زولنو ولـــيکئ

د ځنځيرونو خالقانو ـــ د وحشت زامنو
ما په قطار کې د ژوندون د لېونو وليکئ

ای شاعرانو ـــ د قلم په آزادۍ مينو
حال د بلوچو ماشومانو د سلګو وليکئ

د آزادۍ عالمبردارو د نړۍ قامونو
اوس د نړۍ نقشه کې کور د پښتنو وليکئ

Thursday, August 16, 2018


لکہ د گل مے سرہ لمبہ د زڑہ د کورہ لاڑہ
پہ غرغڑوں کے مے د خولے نہ وینہ تورہ لاڑہ

مخ یی راستون کو راتہ یی اوے لیونے بہ دے کم
چی سو قدمہ مے د خوا نہ داسے نورہ لاڑہ

د سر پلاو یی د خپو لاندے شو تیندک یے اوحوڑ
کگہ وگہ شوہ ما وے زمکے لہ نسکورہ لاڑہ

خاطرہ لوظ د محبت یے سر تہ اوراساو
زان یے بدنام کو پہ حپل یار پسے سرتورہ لاڑہ

مینہ پہ زڑہ کی چی می اور واخلی


 مینہ پہ زڑہ کی چی می اور واخلی
ستا ورتا نوم واخلم ٹکور واخلی

زۂ دی ھر غم سینی تا داسی جوخ کڑم
لکہ ماشوم چی غیگ کی مور واخلی

پہ مخ می تڑمی تڑمی اوخکی رازی
ستاسو نامہ چی راتا نور واخلی

چی سوک پہ مینہ باندی نہ فوھیگی
زمونگ پہ کلی کی دی کور واخلی

راشہ نن وران می د محل دا دیوالونہ وینہ

راشہ پہ مخ می نن د اوخکو سیلابونہ وینہ
پہ خوگ زڑگی می د ستم دا گزارونہ وینہ

داسی قیامت می پہ خپل ذان چرتہ لیدلے نہ وو 
خپل زڑہ دی روغ زما پہ زڑہ باندی زخمونہ وینہ

ما درلہ گورہ پہ خپل زڑہ کی محلونہ جوڑ کڑل
راشہ نن وران می د محل دا دیوالونہ وینہ

Monday, September 11, 2017

زڑہ رانہ جانان غواڑی پہ سترگو کے

زڑہ رانہ جانان غواڑی پہ سترگو کے

زڑہ رانہ جانان غواڑی پہ سترگو کے
سومرہ ئ آرزان غواڑی پہ سترگو کے 
           زلفے ئ پہ مخ باندے ورئیزے کڑے                                               
مانہ جوڑ باران غواڑی پہ سترگو کے                                               
ماۓ کتل مخ تہ دے مے غاڑے تہ 
سیرے مے گریوان غواڑی پہ سترگو کے 
کیگی نظر ماتے سپیلنو باندے                                              
د زمانہ زان غواڑی پہ سترگو کے                                             
زکہ گل عمرعمر کتل درتہ 
خوگ زڑہ تہ درمان غواڑی پہ سترگو کے 
(گل عمر عمر آفریدی)                                                               

Saturday, September 9, 2017

وطن می یادیږي

وطن می یادیږي

ډوب په یادو خیالو کی د خپل وطن یم
لویه خدایه بی وطنه ډیر خپه غمجن یم
رانه تاو د ور سری لمبی دي سوزیږم                                            
ګنا خو نه دی چی د خپل ګلشن مین یم                                            
کور می ډیر یادیږي کلنه چی مسافر یم
کله به ورشم ډیر یی ارمانجن د دیدن یم
دا څه کیږي ګیله له چا وکړم نه پوهیږم                                           
له قیصمته که له ځانه ولله ډیر هیران یم                                           
هر سومره ځان خوشحالوم نه خوشحالیږم
څنګه به یی له یاد وباسم د یادو یی بندیوان یم
اوس خو له ځان سره خبری کوم ډاریږم                                           
ذبیح لله لا لیونی نه شم خوږمن خوږمن یم                                           
وای یي هر چا ته خپل وطن کشمیر دی
ماته می خپل کابل جان کشمیر دی

************

 
| Bloggerized by - Premium Blogger Themes |