Ads

Monday, August 27, 2018

زما په دواړو اوږو ناستو فرښتو وليکئ
زما په سر کۀ څۀ ليکئ نو په پښتو وليکئ

د پاکې مينې ګناه ګارو چې منکر پرې نشئ
د رقيبانو الزامونه په تندو وليـــــــــــــکئ

په ښايستونو پسې ورکو لېونو ملګرو
زما په زړه کې د ګل مينه په اغـزو وليکئ

زما په لاسو کې په پښو کې ديوتاګانو د وخت
د زندګۍ نوم د اجل په زولنو ولـــيکئ

د ځنځيرونو خالقانو ـــ د وحشت زامنو
ما په قطار کې د ژوندون د لېونو وليکئ

ای شاعرانو ـــ د قلم په آزادۍ مينو
حال د بلوچو ماشومانو د سلګو وليکئ

د آزادۍ عالمبردارو د نړۍ قامونو
اوس د نړۍ نقشه کې کور د پښتنو وليکئ

0 comments:

Post a Comment

 
| Bloggerized by - Premium Blogger Themes |