Ads

Monday, August 27, 2018

زړونه مو وو، د زړونو درد مو په سينو کښې نۀ وۀ
تصوير زمونږ، تصوير زمونږ په آئينو کښې نۀ وۀ

کوئټه، کابل دے، قبائل دي، کۀ جانان پېښور
يو انغرے مې په څلورو استانو کښې نۀ وۀ

خدائې زده چې ولې ئې په هر جنګ کښې بېلات کړے دے
زۀ قسم خورم، چې مې شک په مېړنو کښې نۀ وۀ

بخت مې اورنګ شۀ خو خوشحال مې په وطن کښې نۀ وۀ
وخت فېرنګے شۀ، باچاخان په پښتنو کښې نۀ وۀ

د خپل تاريخ د پاڼې پاڼې نه دې ووېستمه
ډالره ستا هومره طاقت په افغانو کښې نۀ وۀ

چې نۀ ئې اور پورې کړو نۀ ئې لېونے کړې مينې
لکه چې درد سائله ستا په ترانو کښې نۀ وۀ

0 comments:

Post a Comment

 
| Bloggerized by - Premium Blogger Themes |