وطن می یادیږي
ډوب په یادو خیالو کی د خپل وطن یم
لویه خدایه بی وطنه ډیر خپه غمجن یم
رانه تاو د ور سری لمبی دي سوزیږم
ګنا خو نه دی چی د خپل ګلشن مین یم
کور می ډیر یادیږي کلنه چی مسافر یم
کله به ورشم ډیر یی ارمانجن د دیدن یم
دا څه کیږي ګیله له چا وکړم نه پوهیږم
له قیصمته که له ځانه ولله ډیر هیران یم
هر سومره ځان خوشحالوم نه خوشحالیږم
څنګه به یی له یاد وباسم د یادو یی بندیوان یم
اوس خو له ځان سره خبری کوم ډاریږم
ذبیح لله لا لیونی نه شم خوږمن خوږمن یم
وای یي هر چا ته خپل وطن کشمیر دی
ماته می خپل کابل جان کشمیر دی
************
0 comments:
Post a Comment